سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ټاکنو کې د وحشي یهودي ادارې د «لاپید» د ګوند په ګټه د عامه افکارو جلبولو لپاره د پاکو او مخلصو فلسطینیانو وژل
بسم الله الرحمن الرحيم
په ټاکنو کې د وحشي یهودي ادارې د «لاپید» د ګوند په ګټه د عامه افکارو جلبولو لپاره د پاکو او مخلصو فلسطینیانو وژل

خبر:

د فلسطین رسمي خبري اژانس، WAFA راپور ورکړ چې لسګونو زرو فلسطینیانو سه شنبه د هغو پینځو فلسطینیانو په جنازه کې ګډون وکړ چې سهار وختي د اسرایلي سرتېرو لخوا د نابلس ښار د لوېدیځې غاړې په شمال کې وژل شوي وو.

په وژل شویو کسانو کې، ۳۱ کلن وديع الحوح؛ ۳۵ کلن حمد شرف؛ ۲۶ کلن علي انطار؛ ۳۰ کلن حمد قیيم او ۲۷ کلن میشال بغدادي دي. پر دې سربېره ۲۱ تنه نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

په همدې حال کې؛ د دې پېښې په غبرګون کې په لاریونونو کې اسرایلي پوځیانو د رام‌الله په شمال، نبي صالح کلي کې ۱۹ کلن قصی تمیمي هم وژلی چې په خپل کلي کې خاورته وسپارل شو.

د لویدیځې غاړې په بېلابیلو سیمو کې د فلسطینیانو او اسرایلي پوځيانو ترمنځ نښتې وشوې؛ اسرایلي پوځيانو پر فلسطینی لاریون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ وکارولې چې له امله یې یو شمېر فلسطینیان ټپیان هم شول.

په اشغال شویو سیمو کې هم خلکو د وژلو شویو کسانو په ویر او د اسرایلي پوځيانو د بریدونو په غبرګون کې عمومي لاریون وکړ. ( فلسطین کرانیکل؛ ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۲۵مه).

د اسراییلو سر پرست لومړي وزیر، یائېر لاپید په یوه خبري کنفرانس کې تایید کړه چې د دوی ځواکونو د شپې ناوخته دLion Den Group  (عرين الأسود) ډلې یو مشر، وديع الحوح وژلی، نوموړي زیاته کړه چې دا عملیات «یو دقیق او خونړی برید و چې پر هغو ترهګرو ترسره شو چې غوښتل یې بریدونه وکړي.» (اسوشېټېډ پرس خبري اژانس)

تبصره:

نابلس له تېرو۱۶ ورځو راهیسې د یهودي ځواکونو تر محاصرې لاندې دی او په یوه ازاد زندان بدل شوی. د ننوتو ټولې دروازې یې تړلې او په شاوخوا سیمو کې یې پلټنځايونه (چک پاينټونه) جوړ کړي. په نابلس کې نجاح ملي پوهنتون د لارې د تړل کېدو له امله خپل ټولګې انلاین مخته بیايي او همدارنګه په ښار کې د یادو شهیدانو په ویر دوکانونه تړل شوي. موږ هره ورځ د استعمارګرو له لوري د خپلو خلکو د شهادت خبرونه اورو؛ دغه راز تر دې دمه ۲۱ تنه ټپیان دي او ۴۰ نور یې له عرين الأسود ډلې سره د اړیکو لرلو په تور نیولي دي.

د Haartez اسرایلي ورځپاڼې له لوري په خپرو شوو خبرونو کې ویل شوي چې اسرایلي ځواکونو په نابلس کې د عرين الأسود ډلې د «بم جوړولو فابریکه» ویجاړه کړې او دا یې یوه لویه بریا بللې. په داسې حال کې چې دا یو کوچنی زوړ کور و او ابتدایي چاودېدونکي توکي پکې جوړېدل چې په نابلس کې د اسرایلي ځواکونو پر وړاندې د غچ اخیستنې په موخه وکارول شي. له بلې خوا پوځ د یادو کسانو د وژلو او کور د له منځه وړلو لپاره له پرمختللې ټیکنالوژۍ او عصري وسلو څخه کار اخیسته.

نابلس د الف (د فلسطین تر کټرول لاندې) سیمې په توګه ډلبندې شوې؛ دا په دې معنی ده چې یهودان او په زور مېشت شوي خلک دې سیمې ته نه شي تلای، خو بیا هم لوی شمېر یهودي پوځیانو په زور پر نابلس برید وکړ او محاصره یې کړ.

له سیاسي اړه خه؛ د اسراییلو ټاکنې د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره کېدونکې دي؛ د دغه هېواد لومړی وزیر، لاپید د رایو خپلولو هڅه کوي او د دې لپاره ډاروونکي تکتیکونه کاروي؛ لکه «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» شعارونه. خو په حقیقت کې د مخلصو او پاکو فلسطیني ځوانانو ژوند اخلي او ټپي کوي یې. د لومړي وزیر موخه د ډېرو رایو ګټل دي او په دې کارونو یې غواړي ځان د «اسرایلو» لپاره وړ رهبر وښيي؛ له همدې امله یې په ټول فلسطین کې عملیات پیل کړي او د جېنین او شفاعت پر کمپ یې بریدونه وکړل.

ډېره سپکه خبره دا ده چې د یهودي ادارې لومړي وزیر په ډېر جرات د فلسطینې ادارې له مشر، محمود عباس څخه وغوښتل، چې که سوله‌ییز ژوند غواړي، فلسطینیان دې کابو او ارام کړي.

دا د فلسطیني ادارې د چارواکو ذلالت ښيي چې د فلسطین د خلکو پر وړاند د دښمن همکاري او دسیسې مني. د نابلس زاړه ښار ته د ننوتو لار خورا حساسه ده او له فلسطینی امنیتي سرتېرو او یهودي اشغالګرو سره له تخنیکي همغږۍ پرته څوک په اسانۍ نه شي ورتلای. ولس د دوی له دا ډول همغږیو خبر دی او له دې خیانت کوونکو څخه د امنیت او ملاتړ هېڅ تمه نه لري. هغه کسان چې ناراضه دي او تېری پرې شوی؛ د عرين الأسود په نامه نوې ډلې ملاتړ کوي؛ دوی له بېلابېلو فلسطیني ډلو څخه د هر ډول سیاسي، مالي او د وسلو مرسته رد کړې او دې کار یهودان اندېښمن کړي. یهودانو ولیدل چې له ځوانانو جوړه شوې دغه ډله په کوچنیو بریدونو کې پر دوی بریالۍ وه؛ په ورته وخت کې په ډېرو ښارونو کې خلکو د شهیدانو وير وکړ، په زرګونو کسان سړکونو ته راووتل او دا د یهودي دولت لپاره یوه وحشتناکه منظره وه.

که یوه ریښتینې اسلامي رهبري وای چې په ټول قوت سره د یهودو او د هغوی د ملاتړو پروړاندې ودرېږي؛ نو ځوانانو او سپینږیرو به یو ځای د اسلامي پوځ د یوې برخې په توګه اشغالګر، د دوی ملاتړي او له دوی سره د عادي اړیکو جوړوونکي له منځه وړي وای. موږ ولیدل چې یوې نوې جوړې شوې کوچنۍ ډلې یهودي رژیم څومره وېرولی او ذلیل کړی، نو تصور وکړئ که یو اسلامي پوځ تر مخلصې رهبرۍ لاند تنظیم شي، د اقصی سپېڅلې خاوره او ورپسې نورې اسلامي ځمکې به څنګه یوه په بله پسې له ظلم څخه خلاصې او څنګه به لوی ویاړ او بریا د اسلامي امت په برخه شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

منال بدېر

ژباړه: محمد هارون ر‌ؤفي

Last modified onجمعه, 18 نومبر 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې